IQNA

قرآني سورې /86

 هغه ورځ چې رازونه راښکاره کیږي

6:46 - June 20, 2023
د خبر لمبر: 3487497
ایکنا-(تهران) انسان پخپل ژوند کې ډیر داسې کارونه کوي چې د نورو له سترګو پنا یا پټ وي او هغه تل په دې اندیښمن وي چې یوه ورځ  له دغو رازونو نور  خبرشي،په قرآڼ کریم کې  د هغې په باب خبرې شوي دي چې ټول رازونه  د ټولو انسانانو په وړاندې رابرسیره کیږي.  دغه ورځ حتمی او قطعي ده.

د قرآڼ کریم شپږ اتیایمه سوره ؛طارق ؛نومیږي. دغه سوره په اولسو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرمشې سپارې کې واقع ده.طارق  چې یوه مکي سوره ده، د نزول په ترتیب کې شپږدیرشمه سوره ده چې پر  ګران پیغمبر (ص) نازله شوې ده.

طارق د ستوري او هغه موجود په معنا دی چې په شپې کې راپورته کیږي او  دغه سوره  له همدې امله طارق نومول شوې ده چې په پيل کې ئې په طارق سوګند پورته شوی دی.

طارق سوره د معاد خبره کوي.خدای تعالی  انسان له مرګه وروسته بیرته ژوندی کولی شي . ده سوره وروسته د قرآن کریم د اهمیّت په باب هم روښانونې کوي او دا ا په  چورلټ او روښانه توګه بیانوي.

ددې سورې مطلبونه په دوو چورلیزونو کې دي،لومړی معاد او دوهم قرآن کریم او دهغه ارزښت او اهمیّت

  خداوندمتعال د سورې په پيل کې پر انسان د الهي خیال ساتونکو وجود ته اشاره کوي او وروسته  د قیامت د ورځې  ممکن اثبات لپاره   لومړی ژوند ته او د نطفې له اوبو څخه د انسان پیدايښت ته اشاره کوي او نتیجه اخلی ،هغه خدای تعالی چې ددې جوګه دی انسان له دغه شان بې ارزښته اوبو قطرې  راوپنځوي ، نو د هغه د بیرته ستنیدا توانمني هم لري . په ورپسې مرحلې کې د قیامت د ورځې ځيني ځانګړنې بیانوي او  هغه مهال د ډيرو معنا لرونکو لوړو په یادولو سره ، د قرآن کریم اهمیّت بیانوي او بلاخره سوره په  الهی سزاګانو د  کافرانو به ګواښلو سره پاي ته رسیږي.

ددغې سورې نهم آیت یو داسې مشهور آیت دی چې قیامت ؛ یوم تبلی السرائر؛ یعنی  هغه ورځ  چې رازونه ایشوا کیږي، ګڼي . دغه ايت  په مخکیني آیت پسې چې وائي، خداوند قادر دی ،انسان بیرته ژوندی کړی ،  دقیامت د ورځې په باب خبره کوي او وائي، په دغه ورځ رازونه رابرسیره کیږی. د مومنانو لپاره د رازونو ښکاره کیدا ویاړ او د نعمت د زیاتیدا سبب دي او د مجرمانو لپاره د خجالت  او شرمنده کیدا  دلیل، او څومره دردناکه خبره ده چې  انسان تر یوه عمره خپله بدرنګي پټوي  او په دغه ورځ د ټولو په وړاندې رابرسیره کیږي.

همداراز د طارق سورې په څلورم آیت کې  ؛ إِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ» د نقس تل پاتې کیدا  او بقا ته اشاره کوي او په دغې ساتل کیدا کې  پخپله نفس او هم ترسره شوي کارونه شامل دي . خداوندمتعال  نفس  داسې پنځولی چې په مرګ سره له مینځّه نه ځي او فساد اوتباهي هم نه لری اولکه څنګه دانسان شخصیّت او حقیقت  د هغه د نفس په اساس جوړیږي، په قیامت کې  خداوندمتعال  بدنونه راژوندي کوی  اونفس  ورته بیرته ورګرځوي، په نتیجه کې  هغه انسان  چې ژوندی شوی وي،  هماغه دنیوي انسان دی ، که څه هم  هغه بدن چې بیرته په قیامت کې راوپنځول او ژوندی شي ، ددیناوي بدن په څیر نه وي.  

captcha